سورت المائدة، آیت 25

5:25

قَالَ رَبِّ إِنِّي لَآ أَمۡلِكُ إِلَّا نَفۡسِي وَأَخِيۖ فَٱفۡرُقۡ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ ٢٥

5-25 وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږ په مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله

تفسیر

وویل موسی –علیه السلام- خپل رب ته: ای زما ربه! زما هیڅ زور او طاقت (اختیار) نشته په هیچ چا باندې مګر په خپل ځان او په خپل ورور هارون باندې، نو ای ربه ته جدايې راوله زمونږ او د هغه قوم ترمنځ چې ستا او ستا د پیغمبر د تابعدارۍ څخه وتلی دي.