سورت المائدة، آیت 111

5:111

وَإِذۡ أَوۡحَيۡتُ إِلَى ٱلۡحَوَارِيِّـۧنَ أَنۡ ءَامِنُواْ بِي وَبِرَسُولِي قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَٱشۡهَدۡ بِأَنَّنَا مُسۡلِمُونَ ١١١

5-111 او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې پر ما او زما پر رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته پر دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو

تفسیر

او یاد کړه هغه چې په ما په تا باندې نعمت کړی دا چې ما برابر کړي تالره ملګری کله چې ما ستا خاص ملګرو (حواریانو) ته زړه کې واچوله چې په ما ایمان راوړي او ستا په پیغمبرۍ ایمان راوړي، نو هغوی دې خبری ته غاړه کیښوده او دعوت یې قبول کړ، او ویې ویل: مونږ ایمان راوړی، او ته ګواه شه –ای زمونږه ربه-! په دې خبره چې مونږ تا ته تسلیم شوي یو او تاته غاړه کیښودونکی یو.