إِذۡ قَالَ ٱلۡحَوَارِيُّونَ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ هَلۡ يَسۡتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيۡنَا مَآئِدَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِۖ قَالَ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ ١١٢
5-112 كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ عیسٰی وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
تفسیر
او یاد کړه کله چې ستا خاص ملګرو (حواریانو) وویل: آیا ستا رب کولی شي کله چې ته له هغه څخه وغواړې چې رانازل کړي یو دستر خوان د بره نه؛ نو عیسی –علیه السلام- ورته په جواب کې امر وکړ د الله تعالی په تقوا باندې او په پریښودلو د لټولو د هغه څه چې دوی غوښتلي وو، ځکه چې شاید په دې کې د دوی لپاره فتنه او امتحان وي، او دوی ته یې وویل: توکل وکړئ په خپل رب باندې په لټولو د رزق کې که چیرته تاسو مومنان یاست.