حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَغۡرِبَ ٱلشَّمۡسِ وَجَدَهَا تَغۡرُبُ فِي عَيۡنٍ حَمِئَةٖ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوۡمٗاۖ قُلۡنَا يَٰذَا ٱلۡقَرۡنَيۡنِ إِمَّآ أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّآ أَن تَتَّخِذَ فِيهِمۡ حُسۡنٗا ٨٦
18-86 تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې(چینې) ته نژدې یو قوم ومونده، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! (تا ته اختيار حاصل دى چې) یا خو تهٔ (دوى ته) عذاب وركړه او یا دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسه
تفسیر
او هغه په ځمکه کې ولاړ، تردې چې د لمرلوېدو لوري ته په ښکاره د ځمکې پای ته ورسېد، لمر داسې ورته ښکاره شو لکه په توده د تورو خټو په چينه کې چې ډوبيږي، د لمرلوېدو سره يې کافر قوم وليد، موږ ورته د اختيار په ډول وويل: اې د دوو ښکرو والا! يا خو دغو خلکو ته په وژلو يا بل څه سزا ورکړه او يا ښېګڼه ورسره وکړه.