قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوۡفَ نُعَذِّبُهُۥ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَىٰ رَبِّهِۦ فَيُعَذِّبُهُۥ عَذَابٗا نُّكۡرٗا ٨٧
18-87 ده وویل: هر چې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ هغه ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به هغه خپل رب ته بېرته بوتللى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب
تفسیر
نو وویل ذو القرنین: پس هر چا چې شرک کړی وي په الله تعالی باندې او په خپل شرک باندې همیشوالی وکړ وروسته زمونږ د دعوت نه هغه ته د الله تعالی بندګۍ طرف ته نو زر دی چې سزا به ورکړو مونږ دې ته په وژلو سره په دنیا کې، بیا د قیامت په ورځ خپل رب ته وروګرځي نو عذاب به ورله ورکړي عذاب سخت ویروونکی.