سورت الكهف، آیت 71

18:71

فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا رَكِبَا فِي ٱلسَّفِينَةِ خَرَقَهَاۖ قَالَ أَخَرَقۡتَهَا لِتُغۡرِقَ أَهۡلَهَا لَقَدۡ جِئۡتَ شَيۡـًٔا إِمۡرٗا ٧١

18-71 نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كښتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كښتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند ناروا كار وكړ

تفسیر

نو هر کله چې دې دواړو اتفاق وکړ په دې خبرو نو روان شول د دریاب غاړې ته تر دې چې یوې کښتۍ سره مخامخ شول، نو په هغې کې سپاره شو پغیر د کرایي نه د خضر -علیه السلام- د احترام د وجې نه، نو خضر -علیه السلام- هغه کښتۍ سورۍ کړه په راویستلو د یوې تختې د هغې له تختو څخه، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: آیا تا سورۍ کړه دې کښتۍ لره حال دا چې مونږ د دې کښتۍ والا پغیر د کرايي نه سواره کړو د دې لپاره چې دوی غرق شي؟! یقیتا تا راتلل وکړل یو ډیر لوی کار ته.