سورت الكهف، آیت 72

18:72

قَالَ أَلَمۡ أَقُلۡ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٧٢

18-72 هغه وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې

تفسیر

خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ایا ما نه و ویلي: چې ته طاقت نه لرې ما سره د صبر کولو په هغو کارونو چې ته یې زما نه وینې؟!