سورت الكهف، آیت 70

18:70

قَالَ فَإِنِ ٱتَّبَعۡتَنِي فَلَا تَسۡـَٔلۡنِي عَن شَيۡءٍ حَتَّىٰٓ أُحۡدِثَ لَكَ مِنۡهُ ذِكۡرٗا ٧٠

18-70 هغه وویل: كه ته زما متابعت كوې، نو ته له ما نه د هېڅ شي په باره كې تر هغه پورې تپوس مه كوه چې زه تا ته د هغه ذكر شروع كړم

تفسیر

خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: که ته زما تابعداري کوې، نو بیا به زما نه پوښتنه نه کوې د هغه څه باره کې چې ته ما وینې چې زه یې کوم، تر دې چې زه اول تاته د هغه سم بیان ونه کړم.