سورت الكهف، آیت 24

18:24

إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ وَٱذۡكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلۡ عَسَىٰٓ أَن يَهۡدِيَنِ رَبِّي لِأَقۡرَبَ مِنۡ هَٰذَا رَشَدٗا ٢٤

18-24 مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یاد كړه (ان شاء الله ووايه) كله چې (د هغهٔ نوم اخيستل) دې هېر شي، او ته ووایه: امېد دى چې ما ته به زما رب لارښوونه وكړي، د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې

تفسیر

مګر دا چې یوځای کړې دا کار د الله تعالی د مشیئت او ارادې سره چې داسې ووایې: زه به دا کار کوم -که چیرته د الله تعالی خوښه شي- سبا ورځ، او یاد کړه رب خپل لره په دې قول سره : ان شاء الله -کله چې ستا نه هیر شي چې دا ووایې- او داسې وایه: امید دی چې وبه ښایي ما ته رب زما ډیر نږدې د دې کار نه هدایت او توفیق.