سورت الجمعة، آیت 11

62:11

وَإِذَا رَأَوۡاْ تِجَٰرَةً أَوۡ لَهۡوًا ٱنفَضُّوٓاْ إِلَيۡهَا وَتَرَكُوكَ قَآئِمٗاۚ قُلۡ مَا عِندَ ٱللَّهِ خَيۡرٞ مِّنَ ٱللَّهۡوِ وَمِنَ ٱلتِّجَٰرَةِۚ وَٱللَّهُ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ١١

62-11 او كله چې دوى تجارت (سوداګري)، یا تماشه ولیدله (نو) دوى هغې ته خواره شول او ته يې ولاړ پرېښودلې، ته (دوى ته) ووایه: هغه څه چې له الله سره دي له دغې تماشې نه او له دغې سوداګرۍ نه ډېر غوره دي او الله تر ټولو ښه رزق وركوونكى دى

تفسیر

او کله چې ځينو مسلمانانو سوداګري او ساعت تېری وليدل هغو ته په وتلو سره تيت او وپاشل شول، او اې رسوله! ته يې پر منبر ولاړ پرېښودې، اې رسوله! ووايه: پر نېک عمل چې له الله سره کومه بدله ده هغه له هغې سوداګرۍ او ساعت تيرۍ څخه -چې تاسې ور وتلي واست- غوره ده، او الله ترټولوغوره روزي ورکوونکی دی.