فَإِذَا قُضِيَتِ ٱلصَّلَوٰةُ فَٱنتَشِرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَٱبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِ ٱللَّهِ وَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا لَّعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ١٠
62-10 نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
تفسیر
نو کله مو چې د جمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې د حلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لارې د الله پېرزوينه ولټوئ، او د روزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او د روزۍ لټول دې له تاسې څخه د الله ياد هېر نه کړي، د بريا په هيله چې خوښوئ يې او د ژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ.