سورت المنافقون، آیت 1

63:1

إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ ١

63-1 (اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي

تفسیر

اې رسوله! کله چې ستا مجلس ته هغه منافقان حاضر شي چې اسلام ښکاره کوي، او کفر پټوي، وايي: موږ شاهدي ورکوو چې بېشکه ته هرومرو په حقه د الله رسول يې، او الله پوهيږي چې بېشکه ته په حقه د هغه رسول يې، او الله شاهدي ورکوي چې منافقان هرومرو درواغجن دي په هغه څه کې هغوی يې دعوا کوي چې پرته له شکه هغوی د زړونو له تلې شاهدي ورکوي چې ته د هغه رسول يې.