سورت الأنعام، آیت 76

6:76

فَلَمَّا جَنَّ عَلَيۡهِ ٱلَّيۡلُ رَءَا كَوۡكَبٗاۖ قَالَ هَٰذَا رَبِّيۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَآ أُحِبُّ ٱلۡأٓفِلِينَ ٧٦

6-76 بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم

تفسیر

نو هر کله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه، یو ستوری یې ولیده، ویې ویل: دا زما رب دی، نو هر کله چې هغه ستوری پټ شو ویې ویل: بیشکه زه نه خوښوم هغه څوک چې پټیږي؛ ځکه چې ریښتونی او په حق سره معبود همیشه حاضر وي نه پټیږي.