فَلَمَّا رَءَا ٱلۡقَمَرَ بَازِغٗا قَالَ هَٰذَا رَبِّيۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمۡ يَهۡدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلضَّآلِّينَ ٧٧
6-77 بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (،نو) ويې ويل:یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو ځنې شم
تفسیر
او هر کله چې یې سپوږمۍ راختونکې ولیدله ویې ویل: دا زما رب دی، هر کله چې پټه شوه ویې ویل: که چیرته ماته زما رب توفیق رانه کړي د هغه د یووالي او یوازې د هغه د عبادت کولو نو خامخا زه به د هغه چا څخه شم چې د حق دین نه لرې وي.