فَلَوۡلَا نَصَرَهُمُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ قُرۡبَانًا ءَالِهَةَۢۖ بَلۡ ضَلُّواْ عَنۡهُمۡۚ وَذَٰلِكَ إِفۡكُهُمۡ وَمَا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ ٢٨
46-28 نو د دوى مرسته هغو (معبودانو) ولې ونه كړه چې دغو (خلقو دوى) د تقرب لپاره له الله نه غیر معبودان ګرځولي وو، بلكې دغه (معبودان په دغه وخت كې) له دوى نه ورك شول او دغه د دوى غټ دروغ دي او هغه څه دي چې دوى به له ځانه جوړول
تفسیر
ولې يې هغو بوتانو مرسته ونه کړه چې له الله پرته يې معبودان ګرځولي وو ترڅو د هغو په لمانځنه او پر نوم يې د ذبحې له امله هغو ته نېږدې شي؟! هيڅ مرسته يې ورسره ونه کړه، بلکې په داسې حالت کې ترې ورک شول چې سخته اړتيا يې ورته لرله، دا د هغوی د هغه درواغو او تور له امله چې هغوی يې خپلو ځانوته ډاډ پرې ورکړی وو چې دغه بوتان به هغوی ته ګټه رسوي او د الله په وړاندې به يې سپارښت کوي.