مسلمان کېدل

درس 1 له 3

زه څنګه مسلمان شم؟

له قرآن څخه

فَٱعۡلَمۡ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لِذَنۢبِكَ وَلِلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مُتَقَلَّبَكُمۡ وَمَثۡوَىٰكُمۡ ﴿١٩﴾

47-19 نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى

محمد 47:19په قرآن کې یې ولولئ

مُّحَمَّدٞ رَّسُولُ ٱللَّهِۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلۡكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيۡنَهُمۡۖ تَرَىٰهُمۡ رُكَّعٗا سُجَّدٗا يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٗاۖ سِيمَاهُمۡ فِي وُجُوهِهِم مِّنۡ أَثَرِ ٱلسُّجُودِۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمۡ فِي ٱلتَّوۡرَىٰةِۚ وَمَثَلُهُمۡ فِي ٱلۡإِنجِيلِ كَزَرۡعٍ أَخۡرَجَ شَطۡـَٔهُۥ فَـَٔازَرَهُۥ فَٱسۡتَغۡلَظَ فَٱسۡتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِۦ يُعۡجِبُ ٱلزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ ٱلۡكُفَّارَۗ وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِنۡهُم مَّغۡفِرَةٗ وَأَجۡرًا عَظِيمَۢا ﴿٢٩﴾

48-29 محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده

الفتح 48:29په قرآن کې یې ولولئ

شَهِدَ ٱللَّهُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَأُوْلُواْ ٱلۡعِلۡمِ قَآئِمَۢا بِٱلۡقِسۡطِۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ﴿١٨﴾

3-18 الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى

آل عمران 3:18په قرآن کې یې ولولئ

له سنت څخه

له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

معاذ بن جبل رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو غږ یې ورته وکړ چې اې معاذه؟ درې ځلې یې ورته په تکرار سره غږ وکړ؛ د هغه څه د ارزښت له امله چې ورته یې وییل.

او معاذ رضي الله عنه به په هر ځل ځواب ورکاوه چې (لبیک یا رسول الله و سعدیک) یعنې اې د الله رسوله ستاسو بلنه مې په پرلپسې توګه منلې ده، او ستاسو په بلنه خوښ یم.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هېڅوک داسې نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې دروغ پکې نه وي چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که چېرته پدې حالت کې مړ شو، الله تعالی به یې په اور حرام کړي.

نو معاذ رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته پدې خبره خبر ورکړي تر څو خوشحاله شي او زیری پرې ورکړي؟.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېرېد چې هسې نه خلک په همدې خبرې تکیه وکړي نو عملونه به یې کم شي.

نو معاذ هېچاته ونه وییل مګر د مرګ د رارسېدو پر مهال؛ تر څو د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده».

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې ايمان ډېرې څانګې او صفتونه لري چې کړنې، باورونه او ویناوې په بر کې نیسي.

او دا چې د ایمان تر ټولو لوړ او غوره خصلت د: «لا إله إلا الله» وینا ده، یعنې دا چې " له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته"، د دې وینا پر معنا پوهېدل او د هغې مطابق عمل کول او دا چې الله واحد او یوازینی د عبادت مستحق ذات دی چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق نشته.

او دا چې د ایمان ترټولو لږ عمل د خلکو له لارې څخه د هر ضرري څیز لرې کول دي.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې حیاء د ایمان له خویونو څخه یو خوی دی او دا هغه خوی دی چې ښو کارونو ته هڅول او له ناوړه کارونو څخه ډډه کولو ته انسان اړباسي.

ټول درسونه