درس 2 له 5
مسلمانان ولې په ورځ کې پنځه ځله لمونځ کوي؟
له قرآن څخه
وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرۡكَعُواْ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ ﴿٤٣﴾
2-43 او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ
ٱتۡلُ مَآ أُوحِيَ إِلَيۡكَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَۖ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِۗ وَلَذِكۡرُ ٱللَّهِ أَكۡبَرُۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تَصۡنَعُونَ ﴿٤٥﴾
29-45 ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
فَإِذَا قَضَيۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمۡۚ فَإِذَا ٱطۡمَأۡنَنتُمۡ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا ﴿١٠٣﴾
4-103 بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى
إِنَّنِيٓ أَنَا ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدۡنِي وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِذِكۡرِيٓ ﴿١٤﴾
20-14 بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه
له سنت څخه
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه، او هره اونۍ کې د جمعې لمونځ، او هر کال د رمضان د میاشتې روژه د دوی تر منځه د صغیره ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې د لویو ګناهونو څخه ځان وژغورل شي. او کوم چې لوی ګناهونه دي لکه: زنا او شراب څښل نو پرته له توبې یې کفاره نشته.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «لمونځ په خپل ټاکلي وخت» هغه وويل: بيا کوم؟ ويې فرمايل: «بيا له مور او پلار سره نیکي»، هغه وويل: بيا څه؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد» هغه وفرمایل: ماته یې د هغوی په اړه وویل، که ما ترې نور زیاتوالی غوښتی و، یعنې زیاتې پوښتنې مې ترې کړې وې نو خامخا به یې زیات معلومات راکړي وو.
تشریح
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: فرض لمونځ په خپل ټاکلي وخت چې شریعت ورته ټاکلی دی. بیا د مور او پلار سره ښېګڼه کول، چې له دواړو سره نیکي وشي، حقونه یې ادا شي، او نافرماني یې ونه شي. بیا د الله جل جلاله په لار کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو په موخه جهاد او د اسلام له دین څخه په ځان او مال سره دفاع کول او شعایر یې ښکاره کول دي.
ابن مسعود رضي الله عنه وفرمایل: ماته یې پدې عملونو خبر راکړ؛ او که چېرته مې ورته ویلي و چې بیا کوم؟ نو خامخا به یې راته زیات کړي وو.