قَالُوٓاْ أَءِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُۖ قَالَ أَنَا۠ يُوسُفُ وَهَٰذَآ أَخِيۖ قَدۡ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡنَآۖ إِنَّهُۥ مَن يَتَّقِ وَيَصۡبِرۡ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٩٠
12-90 ويې وویل: ایا یقینًا (او) واقعًا همدا ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه حقيقت دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
تفسیر
هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او د درجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک و چې د الله د حکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، د هغه دغه کړنه نيکي وه او الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې.