قَالَ هَلۡ عَلِمۡتُم مَّا فَعَلۡتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذۡ أَنتُمۡ جَٰهِلُونَ ٨٩
12-89 ويې ويل: ایا تاسو پر هغه فعل عالمان یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره كړى و، كله چې تاسو ناپوهان وئ؟
تفسیر
کله يې چې د هغوی خبرې واورېدې له لورېينې يې زړه پرې نرم شو، ځان يې وروپېژندی ورته يې وويل: بېشکه آيا تاسو پوه شوئ په هغه څه چې په يوسف او د هغه په سکه ورور مو کړي، کوم وخت چې تاسو د هغه څه له پايلې نا خبر وئ چې پر هغوی مو وکړل؟!