Rabbana atina fid-dunya hasanah

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

وَمِنۡهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِي ٱلدُّنۡيَا حَسَنَةٗ وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ حَسَنَةٗ وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ ٢٠١

2-201 او په دوى كې بعضې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږ ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته

تفسیر

او یوه ډله له خلکو څخه پر الله تعالی او آخرت ایمان لري، نو له الله تعالی څخه د دنیا نعمتونه هم غواړي او په دنیا کې د نیک عمل کولو توفیق هم غواړي، همدا رنګه له الله تعالی څخه په جنت سره بریالیتوب او له جهنم څخه سلامتیا (ژغورنه) غواړي.

ټول سورت البقرة ولولئ

پوښتنې

Rabbana atina fid-dunya hasanah په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Rabbana atina fid-dunya hasanah په سورت البقرة، 2:201 کې دی.