مُهۡطِعِينَ مُقۡنِعِي رُءُوسِهِمۡ لَا يَرۡتَدُّ إِلَيۡهِمۡ طَرۡفُهُمۡۖ وَأَفۡـِٔدَتُهُمۡ هَوَآءٞ ٤٣
14-43 چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي (سترګې به يې خلاصې پاتې وي)، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي
تفسیر
کله چې خلک له قبرونو يې را پورته شي بلونکي ته منډې وهونکي وي، سرونه يې پورته نيولي وي له وېرې آسمان ته ګوري، هغوی ته يې سترګې نه ورګرځي، بلکې د هغه څه له وېرې شخې (سيخې) پاتې وي چې ويني به يې، زړونه يې خالي وي عقل پکښې نه وي او نه د حالت له وېرې پوهاوی وي.