سورت ابراهيم، آیت 44

14:44

وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوۡمَ يَأۡتِيهِمُ ٱلۡعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَآ أَخِّرۡنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٖ قَرِيبٖ نُّجِبۡ دَعۡوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَۗ أَوَلَمۡ تَكُونُوٓاْ أَقۡسَمۡتُم مِّن قَبۡلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٖ ٤٤

14-44 او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته

تفسیر

ای رسوله! امت دې د قيامت د ورځې د الله له سزا ووېروه، په دغه وخت کې به هغه کسان چې پر الله د کفر او پر هغه د شرک له امله يې پرځانو ظلم کړی ووايي: ای زموږ پالونکيه! مهلت راکړه، له موږ سزا وروسته کړه او دنيا ته مو د لږې مودې لپاره بېرته ولېږه پر تا به ايمان راوړو، د هغو رسولانو پيروي به وکړو چې موږ ته دې رالېږلي؛ نو هغوی ته به د ملامتيا په توګه ځواب ورکړل شي: آيا تاسو د دنيا په ژوند کې لوړه نه وه کړې چې تاسو لره لېږد نشته د دنيا له ژوند څخه آخرت ته، له مرګ وروسته له بېرته پاڅېدو نټه کوونکي وئ.