سورت غافر، آیت 48

40:48

قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا كُلّٞ فِيهَآ إِنَّ ٱللَّهَ قَدۡ حَكَمَ بَيۡنَ ٱلۡعِبَادِ ٤٨

40-48 هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و : بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده

تفسیر

لويي کوونکي مشران به ووايي: له شک پرته موږ په اور کې سره برابر يو که پيروان يو او که مشران، له موږ يو هم د بل سزا نه شي اخېستلی، له شک پرته الله د بندګانو تر منځ پرېکړه کړې ده، چې هر چاته يې له عذابه هغه څه ورکړي چې وړ يې و.