سورت غافر، آیت 47

40:47

وَإِذۡ يَتَحَآجُّونَ فِي ٱلنَّارِ فَيَقُولُ ٱلضُّعَفَٰٓؤُاْ لِلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا كُنَّا لَكُمۡ تَبَعٗا فَهَلۡ أَنتُم مُّغۡنُونَ عَنَّا نَصِيبٗا مِّنَ ٱلنَّارِ ٤٧

40-47 او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه : بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه له اور ځنې څه برخه لرې كوونكي يئ؟

تفسیر

ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت کله چې له دوزخيانو پيروان او مشران له يو او بل سره شخړې کوي، نو کمزوري پیروان به لويي کوونکو مشرانو ته ووايي: موږ په دنيا کې په لارورکۍ کې ستاسو پيروان وو، آيا تاسو له موږ څخه دفع کولای شئ سزاءدعذاب الله چې پخپلو اوږو یې واخلئ؟!.