سورت غافر، آیت 49

40:49

وَقَالَ ٱلَّذِينَ فِي ٱلنَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ٱدۡعُواْ رَبَّكُمۡ يُخَفِّفۡ عَنَّا يَوۡمٗا مِّنَ ٱلۡعَذَابِ ٤٩

40-49 او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي

تفسیر

په اور کې عذاب کړل شوي پيروان او مشران چې کله له اوره د وتلو او د دنيا ژوند ته له راګرځېدو ناهيلي شي تر څو توبه وباسي، نو پر اور ګومارل شوو پرېښتو ته به ووايي:د خپل پالونکی مو وغواړئ تر څو دغه تلپاتې عذاب يوه ورځ له موږه سپک کړي.