ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ عَلَىٰ عَبۡدِهِ ٱلۡكِتَٰبَ وَلَمۡ يَجۡعَل لَّهُۥ عِوَجَاۜ ١
18-1 ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې پر خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى
تفسیر
ثنا او صفت د کمال او عزت په صفتونو سره، او په ښکاره او پټو نعمتونو سره یوازې خاص الله تعالی لره دي هغه چې رالیږلی یې دی په خپل بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن کریم، او نه یې دی ګرځولی دې قرآن لره کوږوالی او مایل والی د حق نه.
قَيِّمٗا لِّيُنذِرَ بَأۡسٗا شَدِيدٗا مِّن لَّدُنۡهُ وَيُبَشِّرَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ أَجۡرًا حَسَنٗا ٢
18-2 په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى
تفسیر
بلکې ګرځولی يې دی دا کتاب نیغ برابر چې هیڅ ګډوډوالی او اختلاف پکې نشته؛ د دې لپاره چې وویروي کافرانو لره د قوي عذاب نه د الله تعالی له طرفه چې دوی يې انتظار کوي، او خبر ورکړي مومنانو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه سره چې دوی خوشحالوي چې یقینا شته دی دوی لره ثواب ښایسته چې هیڅ قسم ثواب ورسره نه برابریږي.
مَّٰكِثِينَ فِيهِ أَبَدٗا ٣
18-3 چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي
تفسیر
همیشه به وي په دې ثواب کې همیشه، نو د دوی څخه به نه پرې کیږي دا ثواب.
وَيُنذِرَ ٱلَّذِينَ قَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدٗا ٤
18-4 او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى
تفسیر
او وویروي یهودیان او نصاری او ځینې مشرکین هغوی چې وايي: نیولی الله تعالی نازولی.
مَّا لَهُم بِهِۦ مِنۡ عِلۡمٖ وَلَا لِأٓبَآئِهِمۡۚ كَبُرَتۡ كَلِمَةٗ تَخۡرُجُ مِنۡ أَفۡوَٰهِهِمۡۚ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبٗا ٥
18-5 دوى ته پر دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ
تفسیر
نشته دې دروغ جوړوونکو لره څه علم او دلیل په هغې دعوه چې دوی یې کوي د نسبت د زوی (نازولي) الله تعالی ته، او نشته د دوی هغو پلارانو (مشرانو) لره چې دوی یې تقلید کوي په دې کې څه دلیل، ډیره زیاته قبیحه ده دغه خبره چې د دوی د خولو نه په ناپوهۍ سره راوځي، نه وایي دوی مګر وینا د دروغو، چې هیڅ اساس او دلیل ورله نشته.
فَلَعَلَّكَ بَٰخِعٞ نَّفۡسَكَ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمۡ إِن لَّمۡ يُؤۡمِنُواْ بِهَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ أَسَفًا ٦
18-6 نو ښايي چې ته په دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى پر دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي
تفسیر
نو آیا ته -ای پیغمبره- وژونکی یې خپل ځان لره د غم او خفګان له وجې کله چې دوی په دې قرآن ایمان نه راوړي، نو ته دا کار مه کوه، ځکه په تا باندې د دوی د هدایت قبلول نشته، بلکې په تا باندې یواځې رسول دي.
إِنَّا جَعَلۡنَا مَا عَلَى ٱلۡأَرۡضِ زِينَةٗ لَّهَا لِنَبۡلُوَهُمۡ أَيُّهُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗا ٧
18-7 بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى
تفسیر
یقینا مونږ ګرځولي هغه څه چې د ځمکې دپاسه دي د مخلوقاتو نه ښایست لپاره د ځمکې د دې لپاره چې مونږ ازمیښت وکړو په دوی باندې چې کوم یو د دوی څخه د ښایسته عمل والا دی هغه چې الله تعالی پرې خوشحالیږي، او کوم یو د دوی څخه د ناکاره عمل والا دی، د دې لپاره چې هر چاته بدله ورکړو د هغه څه چې دا یې مستحق وي.
وَإِنَّا لَجَٰعِلُونَ مَا عَلَيۡهَا صَعِيدٗا جُرُزًا ٨
18-8 او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو
تفسیر
او یقینا مونږ ګرځوونکي یو هغه څه لره چې په مخ د ځمکه دي د مخلوقاتو نه خاورې چې بوټي پکې نه وي، او دا وروسته د ختمیدو د ژوند د هغو مخلوقاتو چې په دې کې دي، نو دوی دې د دې نه عبرت واخلي.
أَمۡ حَسِبۡتَ أَنَّ أَصۡحَٰبَ ٱلۡكَهۡفِ وَٱلرَّقِيمِ كَانُواْ مِنۡ ءَايَٰتِنَا عَجَبًا ٩
18-9 ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟
تفسیر
ته ګومان مه کوه -ای پیغمبره- چې یقینا قصه د غار د اوسیدونکو، او د هغوی هغه تخته چې نومونه یې پکې لیکل شوي وو زمونږ د نا اشنا نښو څخه دي، بلکې نورې د دې نه ډيرې نااشنا دي لکه پیدايښت د اسمانونو او ځمکې.
إِذۡ أَوَى ٱلۡفِتۡيَةُ إِلَى ٱلۡكَهۡفِ فَقَالُواْ رَبَّنَآ ءَاتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحۡمَةٗ وَهَيِّئۡ لَنَا مِنۡ أَمۡرِنَا رَشَدٗا ١٠
18-10 (یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه (په غار كې يې پناه واخيسته)، نو ويې ويل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې (اسباب د) هدایت برابر كړه
تفسیر
یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې پناه ونیوله مومنو ځوانانو د وجې د تختولو په خپل دین سره، نو دوی خپل رب ته په خپلو دعاګانو کې وویل: ای زمونږه ربه! راکړي مونږ ته ستا له طرفه مهرباني داسې چې مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه، او مونږ د خپل دښمن نه بچ کړه، او وګرځوه مونږ لره د هجرت کولو له چارې څخه د کافرانو نه او د ایمان راوړلو او پرې ټېنګیدلو څخه ښودنه د حق لارې ته او برابروالی.