قَيِّمٗا لِّيُنذِرَ بَأۡسٗا شَدِيدٗا مِّن لَّدُنۡهُ وَيُبَشِّرَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمۡ أَجۡرًا حَسَنٗا ٢
18-2 په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى
تفسیر
بلکې ګرځولی يې دی دا کتاب نیغ برابر چې هیڅ ګډوډوالی او اختلاف پکې نشته؛ د دې لپاره چې وویروي کافرانو لره د قوي عذاب نه د الله تعالی له طرفه چې دوی يې انتظار کوي، او خبر ورکړي مومنانو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه سره چې دوی خوشحالوي چې یقینا شته دی دوی لره ثواب ښایسته چې هیڅ قسم ثواب ورسره نه برابریږي.