سورت فاطر، آیت 22

35:22

وَمَا يَسۡتَوِي ٱلۡأَحۡيَآءُ وَلَا ٱلۡأَمۡوَٰتُۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُسۡمِعُ مَن يَشَآءُۖ وَمَآ أَنتَ بِمُسۡمِعٖ مَّن فِي ٱلۡقُبُورِ ٢٢

35-22 او نه هم ژوندي او مړي، بېشكه الله اوروي هغه چا ته چې يې وغواړي او ته نشې اورولى هغه چا ته چې په قبرونو كې دي

تفسیر

او نه مؤمن او کافر سره برابريږي، لکه څنګه چې مړي او ژوندي نه سره برابريږي، بېشکه الله هغه چا ته ور اورول کوي چې لارښوونه يې وغواړي، او ای رسوله! ته هغو کافرانو ته ور اوروونکی نه يې چې هغوی په قبرونو کې د مړيو غوندې دي.