سورت فاطر، آیت 21

35:21

وَلَا ٱلظِّلُّ وَلَا ٱلۡحَرُورُ ٢١

35-21 او نه هم سېورى او ګرم باد (یا تېز لمر)

تفسیر

او نه جنت او دوزخ په خپلو اغېزو کې سره برابريږي، لکه څنګه چې سيوری او ګرم باد نه سره برابريږي.