Fa idha 'azamta fatawakkal 'alallah

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

فَبِمَا رَحۡمَةٖ مِّنَ ٱللَّهِ لِنتَ لَهُمۡۖ وَلَوۡ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ ٱلۡقَلۡبِ لَٱنفَضُّواْ مِنۡ حَوۡلِكَۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ وَشَاوِرۡهُمۡ فِي ٱلۡأَمۡرِۖ فَإِذَا عَزَمۡتَ فَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَوَكِّلِينَ ١٥٩

3-159 نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي

تفسیر

په تا باندې د الله تعالی د لوی رحمت له وجی نه -ای پیغمبره- ستا اخلاق د خپلو ملګرو سره نرم و، او که چیرته ته سخت وی په خپله وینا او کارونو کې، سخت زړی وې نو خامخا به هغوی ستا څخه خواره شوي وی، نو پس د هغوی نه ستا په حق کې د کمي کولو په صورت کې تیریږه، او د هغوی لپاره له الله تعالی څخه بخښنه وغواړه، او د هغوی څخه د مشورې په کارونو کې رایه وغواړه، او کله چې د مشورې څخه وروسته په یو کار کولو باندې عزم وکړې نو بس بیا یې کوه، او خاص په الله تعالی توکل کوه، بیشکه الله تعالی توکل کوونکي خلک خوښوي نو بس هغوی لره توفیق ورکوي او د هغوی مدد او مرسته کوي.

ټول سورت آل عمران ولولئ

پوښتنې

Fa idha 'azamta fatawakkal 'alallah په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Fa idha 'azamta fatawakkal 'alallah په سورت آل عمران، 3:159 کې دی.