سورت الزخرف، آیت 58

43:58

وَقَالُوٓاْ ءَأَٰلِهَتُنَا خَيۡرٌ أَمۡ هُوَۚ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلَۢاۚ بَلۡ هُمۡ قَوۡمٌ خَصِمُونَ ٥٨

43-58 او ويې ويل:ایا زمونږ معبودان غوره دي، یا كه هغه؟ دوى تا ته دا (مثال) بیان نه كړ مګر د جګړې لپاره بلكې دوى ډېر جګړه كوونكى قوم دى

تفسیر

او هغوی وويل: آيا زموږ معبودان غوره دي او که عيسی؟! ابن الزبعری او د هغه غوندې خلکو چې دغه بېلګه درته وړاندې کړه دا حق ته د رسېدو د مينې له امله نه وه، بلکې د جګړې د مينې له امله وه، نو هغوی داسې قوم دی چې پرجګړه يې طبيعت جوړ کړی شوی دی.