سورت التوبة، آیت 34

9:34

۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡأَحۡبَارِ وَٱلرُّهۡبَانِ لَيَأۡكُلُونَ أَمۡوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡبَٰطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۗ وَٱلَّذِينَ يَكۡنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلۡفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٖ ٣٤

9-34 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډېر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په يقيني ډول په باطلې طریقې سره خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

تفسیر

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.