سورت التوبة، آیت 33

9:33

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ ٣٣

9-33 دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي

تفسیر

او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي.