سورت التوبة، آیت 115

9:115

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِلَّ قَوۡمَۢا بَعۡدَ إِذۡ هَدَىٰهُمۡ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ ١١٥

9-115 او الله هیڅكله هم داسې نه دى چې یو قوم بې لارې كړي وروسته له دې چې دوى ته يې لاره ښودلې وي تر هغه پورې چې دوى ته هغه څه بیان كړي چې دوى ترې ځان وساتي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى

تفسیر

الله د کوم قوم د لار ورکۍ پرېکړه نه کوي وروسته تر دې چې د لارښوونې توفيق يې ورکړی وي، ترڅو يې ورته هغه ناروا شيان نه وي بيان کړي چې ډډه کول ترې واجب دي، که هغوی ترسره کړي هغه څه چې پرې حرام کړل شوي دي وروسته د حرمت له بيانولو يې؛ نو د هغوی د لار ورکۍ پرېکړه کوي، بېشکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه څه پټ نه دي او تاسو ته يې هغه څه در وښودل چې تاسو پرې پوهېدئ.