سورت التوبة، آیت 114

9:114

وَمَا كَانَ ٱسۡتِغۡفَارُ إِبۡرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَن مَّوۡعِدَةٖ وَعَدَهَآ إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥٓ أَنَّهُۥ عَدُوّٞ لِّلَّهِ تَبَرَّأَ مِنۡهُۚ إِنَّ إِبۡرَٰهِيمَ لَأَوَّٰهٌ حَلِيمٞ ١١٤

9-114 او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر نرم زړى، ډېر حِلم والا و

تفسیر

د ابراهيم د خپل پلار لپاره بښنه غوښتل يوازې د دې له امله و چې له هغه سره يې د بښنې غوښتلو ژمنه کړې وه، په دې هيله چې مسلمان شي،خو کله چې ابراهيم ته څرګنده شوه چې پلار يې دالله دښمن دی له نصحيت څخه د ګټې نه پورته کولو له امله او يا د وحې له لارې؛ پوه شو چې هغه به کافر مري؛ نو ځنې بېزاره شو، او د هغه لپاره بښنه غوښتل يو اجتهادي امر و نه د الله د هغه حکم مخالفت چې ورته وحې شوی و، بېشکه ابراهيم عليه السلام، الله ته ډېر عاجزي کوونکی، زيات بښونکی او خپل ظالم قوم ته(د هغوی له تېریو) ورتېرېدونکی دی.