سورت الشورى، آیت 8

42:8

وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَهُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَلَٰكِن يُدۡخِلُ مَن يَشَآءُ فِي رَحۡمَتِهِۦۚ وَٱلظَّٰلِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٍ ٨

42-8 او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار

تفسیر

او که الله غوښتي وای چې هغوی يې د اسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه د حکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې د ننه کوي، او هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې د الله له عذابه يې وژغوري.