أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗاۖ فَإِن يَشَإِ ٱللَّهُ يَخۡتِمۡ عَلَىٰ قَلۡبِكَۗ وَيَمۡحُ ٱللَّهُ ٱلۡبَٰطِلَ وَيُحِقُّ ٱلۡحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ٢٤
42-24 ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى
تفسیر
د مشرکانو له ګومانه دا خبره هم ده چې محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړکړی او خپل پالونکي ته يې نسبت کړی، او الله پر هغوی د رد په توګه وايي: که چېرې دې نفس درته ووايي چې درواغ وتړې، هرومرو به دې پر زړه مهر ولګوم، او د درواغ تړونکي باطل به له منځه يوسم، او حق به پرېږدم، کله چې امر داسې نه دی، نو دا د نبي صلی الله عليه وسلم پر رېښتيولۍ دلالت کوي، چې هغه ته د خپل پالونکي لخوا وحي شوې ده، بېشکه هغه د خپلوبندګانو پر زړونو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي.