سورت الشورى، آیت 20

42:20

مَن كَانَ يُرِيدُ حَرۡثَ ٱلۡأٓخِرَةِ نَزِدۡ لَهُۥ فِي حَرۡثِهِۦۖ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرۡثَ ٱلدُّنۡيَا نُؤۡتِهِۦ مِنۡهَا وَمَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ ٢٠

42-20 هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي

تفسیر

څوک چې د آخرت ثواب غواړي او د هغه لپاره عمل کوي، موږ يې ثواب څو برابره کوو، يوه نېکۍ لس برابره تر اوه سوه برابره پورې تر زياتو برابرو پورې، او څوک چې يوازې دنيا غواړي موږ يې په هغې کې ټاکلې برخه ورکوو، خو هغه لره بيا په آخرت کې برخه نشته ځکه دنيا ته يې پر آخرت لومړيتوب ورکړ.