يَسۡتَعۡجِلُ بِهَا ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِهَاۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مُشۡفِقُونَ مِنۡهَا وَيَعۡلَمُونَ أَنَّهَا ٱلۡحَقُّۗ أَلَآ إِنَّ ٱلَّذِينَ يُمَارُونَ فِي ٱلسَّاعَةِ لَفِي ضَلَٰلِۭ بَعِيدٍ ١٨
42-18 دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
تفسیر
هغه کسان چې ايمان نه پرې لري هغوی يې په بيړه غواړي، ځکه هغوی په حساب، ثواب او سزا باور نه لري، او هغه کسان چې پر الله ايمان لري، له قيامته ډارېدونکي دي په هغو کې د خپلې پايلې څخه د وېرې له امله، او په علم اليقين سره پوهيږي چې قيامت داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، خبر اوسئ هغه کسان چې د قيامت په اړه شخړې او جګړې کوي، او په رامنځته کېدو کې يې شک کوي، هغوی له حقه په لرې لارورکۍ کې دي.