سورت الشورى، آیت 17

42:17

ٱللَّهُ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ وَٱلۡمِيزَانَۗ وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ قَرِيبٞ ١٧

42-17 الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي

تفسیر

الله هغه ذات دی چې قرآن يې داسې په حقه نازل کړی چې هيڅ شک پکې نشته، او عدل يې نازل کړی تر څو د خلکو ترمنځ په انصاف پرېکړه وکړي، او کله هغه قيامت چې دوی يې درواغ ګڼي کېدای شي نږدې وي، او معلومه خبره ده چې هر راتلونکی نږدې وي.