وَلَئِنۡ أَصَٰبَكُمۡ فَضۡلٞ مِّنَ ٱللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمۡ تَكُنۢ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُۥ مَوَدَّةٞ يَٰلَيۡتَنِي كُنتُ مَعَهُمۡ فَأَفُوزَ فَوۡزًا عَظِيمٗا ٧٣
4-73 او كه چېرې پر تاسو باندې د الله له جانبه څه فضل وشي (، نو) دوى به خامخا (په داسې انداز كې) وايي ګویاكې ستاسو په مینځ كې او د هغه په مینځ كې هېڅ دوستي (او مینه) نه وه: كاشكې زه (هم) له دوى سره وَى، نو ډېره لویه كامیابي به مې حاصله كړې وَى
تفسیر
او که چیرته در ورسیږي تاسو ته -ای مسلمانانو- مهرباني د الله تعالی له طرفه په کامیابۍ او یا غنیمت سره نو خامخا وایې دا وروسته پاتې شوی کس د جهاد څخه لکه دا چې ستاسو له ډلې څخه نه وي او ستاسو او د هغه تر منځ څه مینه او ملګرتیا هم نه وي. کاش چې زه د دوی سره په دې جنګ کې وم نو زه به هم کامیاب شوی وم په هغه لویه کامیابۍ چې دوی پرې کامیاب شوي دي.