سورت النساء، آیت 74

4:74

۞ فَلۡيُقَٰتِلۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يَشۡرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا بِٱلۡأٓخِرَةِۚ وَمَن يُقَٰتِلۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيُقۡتَلۡ أَوۡ يَغۡلِبۡ فَسَوۡفَ نُؤۡتِيهِ أَجۡرًا عَظِيمٗا ٧٤

4-74 نو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (پر دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو

تفسیر

نو پس جنګ دې وکړي د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شې اوچته کلمه د الله تعالی، ریښتوني مومنان هغه کسان دي چې خرڅوي ژوند د دنیا مخ اړوونکې وي د هغې نه، په اخرت باندې رغبت او مینه لرونکي وي په هغې کې، او چاچې جنګ وکړ، د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شي اوچته کلمه د الله تعالی نو دې شهید شي، او یا په خپل دښمن باندې غالب شي، او په هغه کامیاب شي، نو خامخا وربه کړي دې ته الله تعالی ثواب لوی، او هغه جنت دی او د الله تعالی رضا ده.