سورت النساء، آیت 113

4:113

وَلَوۡلَا فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكَ وَرَحۡمَتُهُۥ لَهَمَّت طَّآئِفَةٞ مِّنۡهُمۡ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيۡءٖۚ وَأَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمۡ تَكُن تَعۡلَمُۚ وَكَانَ فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكَ عَظِيمٗا ١١٣

4-113 او كه په تا باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى (، نو) يقيناً په دوى كې یوې ډلې اراده كړې وه چې تا ګمراه كړي او دوى نه ګمراه كوي مګر خپل ځانونه، او تا ته هېڅ قسمه ضرر نشي دررسولى او الله پر تا باندې نازل كړى دى كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې، او پر تا باندې د الله فضل ډېر لوى دى

تفسیر

او اې رسوله که پر تا د الله پېرزوينه ستا په ساتلو سره نه وای، نو له دغو کسانو چې له ځانونو سره خيانت کوي يوې ډلې به له حقه ستا د لار ورکۍ هوډ کړی و، چې تا به پر بې عدالتۍ پرېکړه کړې وای، خو په حقيقت کې هغوی يوازې ځانونه لار ورکي کوي، ځکه د هغوی د لار ورکۍ هڅه خپله دوی ته ور ګرځي او د الله د ساتنې له امله تاته زيان نشي رسولای، الله پر تا قرآن او سنت نازل کړل او تاته يې لارښوونه او رڼا دروښودل چې مخکې نه وو درته معلوم، او د الله پېرزوينه پر تا د نبوت او ساتنې له امله ډېره لويه ده.