سورت النساء، آیت 114

4:114

۞ لَّا خَيۡرَ فِي كَثِيرٖ مِّن نَّجۡوَىٰهُمۡ إِلَّا مَنۡ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوۡ مَعۡرُوفٍ أَوۡ إِصۡلَٰحِۭ بَيۡنَ ٱلنَّاسِۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ ٱبۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِ ٱللَّهِ فَسَوۡفَ نُؤۡتِيهِ أَجۡرًا عَظِيمٗا ١١٤

4-114 هېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوك چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوك چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو

تفسیر

نشته هیڅ خیر په ډیرو هغو خبرو کې چې خلک یې پټې کوي، او هیڅ فایده ترې نه وي، مګر که د دوی خبرې په صدقې باندې امر کول وي، او یا د خیر کار وي چې شرعې پرې راتګ کړی وي او عقل پرې دلالت کوي، او یا د دوو جګړه مارانو ترمنځ سولې ته بلنه او دعوت وي، او څوک چې دا کار کوي لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی نو زر دی چې مونږ به ورکړو دې ته ثواب ډیر لوی.