سورت النساء، آیت 112

4:112

وَمَن يَكۡسِبۡ خَطِيٓـَٔةً أَوۡ إِثۡمٗا ثُمَّ يَرۡمِ بِهِۦ بَرِيٓـٔٗا فَقَدِ ٱحۡتَمَلَ بُهۡتَٰنٗا وَإِثۡمٗا مُّبِينٗا ١١٢

4-112 او هر څوك چې څه خطا وكړي، یا څه ګناه، بیا د هغې تور په (بل) بې ګناه پورې كوي، نو یقینًا هغه د غټ تهمت او ښكاره ګناه بار پورته كړ

تفسیر

او څوک چې وړه ګناه وکړي په غیر له قصده، او یا غټه ګناه وکړي په قصد سره، بیا متهم کړي په دې ګناه سره یو انسان چې بې ګناه وي د دغې ګناه څخه، نو پس یقینا بار یې کړ په خپل دې کار سره سخت دروغ او ښکاره ګناه.