وَمَن يَكۡسِبۡ إِثۡمٗا فَإِنَّمَا يَكۡسِبُهُۥ عَلَىٰ نَفۡسِهِۦۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا ١١١
4-111 او هر څوك چې څه ګناه وكړي، نو بېشكه هم دا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې كوي، او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
تفسیر
او څوک چې وکړي ګناه وړه یا غټه نو بیشکه د دې سزا به یواځې په ده باندې وي، بل چاته به نه رسیږي، او دی الله تعالی پوهه د بندګانو په عملونو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.