وَمَن يَعۡمَلۡ سُوٓءًا أَوۡ يَظۡلِمۡ نَفۡسَهُۥ ثُمَّ يَسۡتَغۡفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا ١١٠
4-110 او هر څوك چې څه بد عمل وكړي یا پر خپل ځان ظلم وكړي، بیا له الله نه بخښنه وغواړي (، نو) الله به ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى ومومي
تفسیر
او څوک چې یو ناوړه کار وکړي، او یا ظلم کوي په خپل ځان باندې په کولو د ګناه سره، بیا وغواړي بخښنه د الله تعالی څخه چې په خپله ګناه باندې اقرار کوونکی وي او پښیمانه هم وي او د هغې څخه بندیدونکی (لاس اخیستونکی) وي، وبه مومي الله تعالی لره همیشه بخښوونکی د دې ګناهونو لره رحم کوونکی په دې باندې.