سورت النحل، آیت 113

16:113

وَلَقَدۡ جَآءَهُمۡ رَسُولٞ مِّنۡهُمۡ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ ٱلۡعَذَابُ وَهُمۡ ظَٰلِمُونَ ١١٣

16-113 او یقینًا یقینًا دوى ته له همدوى ځنې رسول راغلى و، نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى عذاب ونیول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو

تفسیر

او یقینا راغلی وو د مکې والاو ته پیغمبر د دوی نه چې دوی پیژانده په امانت او ریښتنولۍ، او هغه محمد صلی الله علیه وسلم وو، نو دوی هغه دروغجن وګاڼه په هغې وحي کې چې دې باندې خپل رب نازله کړې وه، نو په دوی باندې د الله تعالی تعالی عذاب راغي په ولږې او ویرې سره، او دوی ظلم کوونکي وو په خپلو ځانونو باندې په وروستلو د هغوی سره ځایونو د هلاکت ته کله چې دوی په الله تعالی باندې شرک وکړ، او د الله تعالی پیغمبر ته يې د دروغو نسبت وکړ.