وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا قَرۡيَةٗ كَانَتۡ ءَامِنَةٗ مُّطۡمَئِنَّةٗ يَأۡتِيهَا رِزۡقُهَا رَغَدٗا مِّن كُلِّ مَكَانٖ فَكَفَرَتۡ بِأَنۡعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَٰقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلۡجُوعِ وَٱلۡخَوۡفِ بِمَا كَانُواْ يَصۡنَعُونَ ١١٢
16-112 او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه (لوږه او وېره يې پرې راوستله) په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
تفسیر
او بیان کړی الله تعالی مثال د یو کلي والاو -چې هغه مکه وه- چې هغوی په امن کې وو نه ویریدل، په اطمینان کې وو حال دا چې د هغوی نه ګیرچاپیره به خلک تختول کیدل، راته به دې کلي ته رزق په ارامه او اسانۍ سره د هر ځای نه، نو دوی ناشکري وکړه د الله تعالی په نعمتونو او شکر یې ادا نه کړ، نو الله تعالی دوی ته د دې په بدل کې ولږه او سخته ویره ورکړه چې د دوی په بدنونو ویره او خواروالی او بېکاري ښکاره شوه، تر دې چې دا ولږه او ویره د دوی د تن جامې شوې په سبب د هغه کفر او دروغ ګڼلو چې دوی همیشه کول.