إِنَّمَا سُلۡطَٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوۡنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشۡرِكُونَ ١٠٠
16-100 همداخبره ده چې د ده غلبه په هغو كسانو باندې ده چې له ده سره دوستي كوي او په هغو كسانو باندې چې هغوى له هغه (الله) سره شریك جوړونكي دي
تفسیر
یقینا تسلط او قدرت د دې په وسوسو سره په هغو کسانو دی چې دې سره دوستي کوي، او د دې خبره په سرکشۍ کې مني، او هغه کسان چې د دې په سرکشه کولو سره د الله تعالی سره شریکان جوړوي او د هغه سره د نور چا بندګي کوي.